https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د ولسمشرۍ نوماندان، رسنېزه خبرتيا ٩: موږ هېڅکله د لنډمهالي يا موقت حکومت ملاتړي نه وو او نه مو غوښتنه ده
2019-04-12
بسم الله الرحمن الرحيم

موږ هېڅکله د لنډمهالي يا موقت حکومت ملاتړي نه وو او نه مو غوښتنه ده
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو
رسنيزه خبرتيا:٩

موږ د ١٣٩٨ کال ولسمشرۍ نوماندانو د ورې ٣٠ نېټې ناسته کې يو ځل بيا ټينګاراو پريکړه کوو چې د اساسي قانون پر بنسټ د روان کال د غبرګولي په لومړى نېټه د حکومت وخت پاى ته رسيږي او له دې نېټې څخه وروسته د اوسني حکومت کاري دوره هېڅ شرعي، سياسي، حقوقي، قانوني او جوړجاړي جواز نلري.

موږ نوماندان د غبرګولي له لومړې نېټي څخه وروسته د حکومت کولو په بديله تګلاره جوړولو بوخت يو چې د افغانستان ولس او نړيوالى ټولني ته به يي ډېر ژر وړاندې کړو او د عملي کولو غوښتنه به يې هم وکړو.

يوځل بيا وايو چې موږ د ولسمشرۍ نوماندانو د غبرګولي لومړې نېټى څخه وروسته د لنډمهالي يا موقت حکومت غوښتنه او پريکړه نده کړى او په ځينو رسنيو کې چې د موقت حکومت انګازه خپره شوى چې د ولسمشرۍ نوماندانو د لنډمهالي يا موقت حکومت پريکړه کړى په بشپړ ډول ناسمه او زموږ دريځ نه دى.

موږ يو ځل بيا ټينګار کوو چې موږ هېڅکله د لنډمهالي يا موقت حکومت ملاتړي نه وو او نه مو غوښتنه ده، همدارنګه موږ د هېڅ ډول غيرشرعي او غيرقانوني حکومت نه غواړو او نه يې منو. ډېر ژر به د ١٣٩٨ د غبرګولي لومړې نېټې څخه وروسته د حکومت ډول چې ټولمنلى وي د يوې رسنيزي غونډې له لارې اعلان کړو.

د١٣٩٨ ولسمشرۍ ټاکنيزې ډلې چې دې رسنيزې خبرتيا ته ژمنې دي: احمد ولي مسعود، رحمت الله نبيل، عنايت الله حفيظ، غلام فاروق نجرابى، فرامرز تمنا، محمد ابراهيم الکوزى، محمد حکيم تورسن، محمد حنيف اتمر، محمد شهاب حکيمي، نور رحمان لېوال، نورالحق علومي.

جمعه، ٣٠ورى ١٣٩٨، کابل، افغانستان.
د ولسمشرۍ نوماندان، په ټينګار سره د ١٣٩٨ کال د غبرګولي ١، د حکومت کولو د پاى نېټه ټاکي، دوام يې د اساسي قانون او عمومي پخلاينې پر خلاف د نه منلو وړ بولي
2019-04-15
بسم الله الرحمن الرحيم
د ولسمشرۍ کاري دورې د پاى نېټې په اړه
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو
رسنيزه خبرتيا
د ملي يووالي حکومت، پرلپسې ناوړه پايلو د ولسواکۍ بهير له سترو ګواښونو سره مخ کړى دى، چې د پيچليو ارزښتونو غوښتنو يې د افغانستان ولس د ټکر له ګواښ سره مخ کړى دى.

له ناورینو څخه ددغه ډک حالت دوام، حقوقي ستونزې او سياسي خنډونه رامنځته کړي دي چې د افغانستان په هکله يې نوي پرمختګونه لکه د پخلاينې بهير او نړيوالې ټولنې ښه نيت له ننګونو سره مخ کړي دي. نو ځکه اړينه ده چې د اساسي قانون او ملي پخلاينې بهير د ارزښتونو په ګټه، د ټولنيز ټيکاو د اړتيا پر بنسټ او په هېواد کې د کړکيچونو د مخنيوي په موخه اړين ګامونه پورته شي ترڅو د ولسواکۍ د پياوړتيا لپاره نوې لارې پرانستل شي.

لومړى ګام دادی چې د ملي يووالي حکومت سرکښان، اساسي قانون ته ژمن کړل شي، څه چې د سياسي تړونونو او ملي ګټو بنسټونه جوړوي، او پر دغه تړاو د دوى ناوړه ډنډورې او د ټولواکۍ بڼه خپلول ناولي ګڼل کېږي.

په زغرده وايو چې د ملي يووالي حکومت دوره د ١٣٩٨ کال د غبرګولي په ١ نېټه پای ته رسیږي، د دوام لپاره يې له هر ډول سياسي بانې څخه ګټه اخيستل د هېواد له ملي ټيکاو سره ټکر ګڼو. ځکه د اساسي قانون د ٦١ مادې پر بنسټ د غبرګولي په ١ نېټه له حقوقي او همدارنګه سياسي اړخه د حکومت کولو وخت پاى ته رسيږي او د هغه غيرمنطقي پايښت به کړکيچونه زېږوي. همدارنګه پر ټولنه چې له وړاندې ډېر بې باوره ده لا ناهيلې کوي، د ټولنيز پرمختګ او ټيکاو لپاره، د اړينې پخلاينې لار کې خنډ کېږي چې ولس ټاکلي او وړ حکومت راتګ ته ګواښ کېږي.

دې خبرتيا ته ژمن د ولسمشرۍ نوماندان، په ټينګار سره د ١٣٩٨ کال د غبرګولي ١، د حکومت کولو د پاى نېټه ټاکي، دوام يې د اساسي قانون او عمومي پخلاينې پر خلاف د نه منلو وړ بولي.

په داسې وخت کې چې د ولسمشرۍ نوماندان د جوړجاړي پر بنسټ رامنځته شوى، د ملي يووالي حکومت د پاى نېټه په ټينګ دريځ اعلانوي پر دې سربېره د حکومتي سرکښانو غيرقانوني کړنې د ملي غوښتونو سره په ټکر کې بولي، نوماندان ډاډ ورکوي چې د بديل حکومت طرحه به د قوانينو په رڼا کې له قانونپوهانو، سياستوالو، مدني ټولنې او د ولس نورو لوريو سره په همغږي ډېر ژر بشپړه او د يوې رسنيزې غونډې په ترځ کې اعلان کړي او اجازه به ورنکړي چې د افغانستان د ولس برخليک ته سپکاوى وشي او د ملي غوښتنو پر خلاف حکومت رامنځته شي.
د١٣٩٨ ولسمشرۍ ټاکنيزې ډلې چې دې رسنيزې خبرتيا ته ژمنې دي: احمد ولي مسعود، رحمت الله نبيل، عنايت الله حفيظ، غلام فاروق نجرابى، فرامرز تمنا، محمد ابراهيم الکوزى، محمد حکيم تورسن، محمد حنيف اتمر، محمد شهاب حکيمي، نور رحمان لېوال، نورالحق علومي.
دونۍ، ٢٦ ورى ١٣٩٨، کابل، افغانستان. يادونه: د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه په ځينو ملي چارو کې له نورو نوماندانو سره ګډ دريځ خپلوي.
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه، رسنېزه خبرتيا ٧: د پخلاينې ستره شورا او د سولې د بهير په اړه د دولسو ولسمشريزو ډلو ګډه رسنيزه خبرتيا
د ولسمشرې دولس تنه نوماندان سوله د ټولو په ګډون يو ملی بهير ګڼي او په دې باور دي چې هېڅ لوري يا ډله يې ګډوډولو او انحصار واک نلري. د پخلايني سترې شورا په نوم چې حکومت کومه شورا رامنځ ته کړي ټاکنيز نوماندان يې سرتاسري نه بولي اواوسنې جوړښت ېې دوي ته دمنلو وړ ندى، د ولسمشرۍ نوماندان چې ملي او فرا ملي ملاتړي لري او دهېواد پيژندل شوې څيرې دي په ټولو ملي پروسو او په ځانګړی ‌‌‌‌‌‌ډول دسولې په پروسه کې ترېنه سلا مشورې واخستل شي، بدون له دوي هيڅ لوري نشي کولای چې په تنهاي سره تصميم ونيسي او نه ملي منافع تامينوالای شي، د ولسمشرۍ نوماندان ددې لپاره چې له دوي سره د پخلاينې عالي شورا دغړو په ټاکلړ کې هيڅ راز مشوره نده شوی او په دې باور دي چې ديادې شورا غړي دملي او هر اړخيز هېوادنې ګټو ته ژمن کسان وټاکل شي. او ژر تر ژره دې دپخلاينې شورا ترکيب تغير وکړي او اشخاص دې بدلون ومومي او دولسمشرۍ نوماندانو سره د په ګ‌‌‌‌‌‌ډه يو سرتاسري او همه شموله شورا رامنځ ته شي چې دسولې دخبرو دپرمخ بيولو توان او ظرفيت ولري د ولسمشرۍ نوماندان دا خپله دنده بولي چې داحزابو له واقعي استازو سياسي جريانونو مدني ټولنو دښځو دپخلاينې عالي شورا له مخورو سره د افغانستان داسلامي جمهوريت تر چتر لاندې دوباره جوړه او دحکومت استازي هم پکې شتون ولري ترڅو په ملي دريځونو سره دملي مشارکت په رڼا کې تصميم ونيسو د پخلاينې عالي شورا چې اوس را منځته شوی، موږ ته دمنلو وړ نده هغه ځکه چې دملي ګټو په رڼاکې نده جوړه شوې.
نوې شورا چې ملي جوړښت به ولري مکلفه ده چې دملي ګټو په رڼا کې دسولې چارچوکاټ جوړ او موخې وټاکي او ياده شورا به د سولې مذاکرات دپرمخ وړلو په موخه يو قوي ټيم رامنځته کړي او همدا رنګه دپخلايني ستره شورا به د يوې قوي او ملي مرجع په توګه دا روښانه کړي چې دسولې مشورتي جرګې په لاره اچول اړين دي او کنه؟ دا ددې لپاره چې هيڅ لوري دسولې ملي پروسه دخپلو ټاکنيزو موخو لپاره ترينه دکمپاين په توګه کار وانخلي او دا ملي پروسه په يوه کمپايني سيالۍ بدله نکړي.
دې رسنيزې خبرتيا ته ژمنې د ولسمشرۍ ټاکنيزې ډلې: احمد ولي مسعود، رحمت الله نبيل، شيدا محمد ابدالي. عنايت الله حفيظ، غلام فاروق نجرابى، فرامرز تمنا، محمد ابراهيم الکوزى، محمد حکيم تورسن، محمد حنيف اتمر، محمد شهاب حکيمي، نور رحمان لېوال، نورالحق علومي.
کابل، افغانستان، يونۍ، ١٨ ورى ١٣٩٨
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه، رسنېزه خبرتيا ٦: د قتر(قطر) د سولې بهير لپاره څرګند شوي کسان د ځانګړو ډلوټپلو ګټو ته ژمنتيا لري، د حکومت د سولې مشورتي جرګه کې ملي بوديجه بې ځايه، د يو ځانګړي نوماند لپاره کمپاين او د سولې بهير اغيزمن کولو ناوړه موخې ترشا لري.
2019-04-07
١٨ ورى ١٣٩٨، د نوماندانو مشورتي جرګې غړو د سولې په اړه هر ډول او د هرچا نيکې هلېځلې وستايلې خو په قتر(قطر) کې د متحده ايالاتو او تالبانو(طالبان) تر منځ د سولې بهير لپاره د ځينو سرچينو نومونه چې خپاره شوې، اړوند کسان د ولس د ګټو استازيتوب لږ او د ځانګړو ډلوټپلو ګټو ته ژمنتيا ډېره لري. همدارنګه د حکومت د سولې مشورتي جرګې په اړه هر اړخيز څېړل وشول، د نوماندانو مشورتي جرګې غړو حکومت تورن کړ چې بوديجه بې ځايه لګول، جرګې ته د يو ځانګړي نوماند په ګټه کمپايني کسان راغوښتل او د سولې بهير ټکنى کولو ناوړه موخې ترشا لري. که په دغه ډول حکومت د سولې مشورتي جرګه پرمخ يوسي،د سولې لپاره به ګټورې پايلې ونه لري.
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه چي په ٢٦ کب، ١٣٩٧ کابل کې د ولسمشرۍ د ٧ نوماندانو لخوا جوړه شوه، د نورو مالوماتو لپاره malwmat@jirga.org ته برېښناليک وکړئ يا www.jirga.org وګورئ.
کابل، افغانستان، يونۍ، ١٨ ورى ١٣٩٨
د طالبانو سياسي، نظامي او بندي غړو ته د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګې پرانستيليک
2019-04-02
د طالبانو سياسي، نظامي او بندي غړو ته پرانستيليک
ټوله نړۍ کې.

السلام عليكم

ښاغليو!

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه چي په ٢٦ کب، ١٣٩٧، کابل کې د ولسمشرۍ د ٧ نوماندانو لخوا جوړه شوې. يوه له ډېرو اړينو موخو ددې جرګې د افغانستان د لانجې د حل په موخه د ښکيلو اړخونو ترمنځ دريمګړيتوب او منځکړيتوب له لارې سوله راوستل دي. ددې لپاره جرګه چمتو ده چې د افغانستان شخړې د هواري لپاره د افغانستان حکومت، طالبانو او متحده ايالاتو+ ناټو ترمنځ دريمګړيتوب وکړي.

په دې موخه د جرګې غړو له ښکيلو اړخونو سره اړيکې او لومړنۍ خبرې پيل کړي چې سولې ته د رسيدو لپاره د دوى اندونه، شرتونه او غوښتنې راټولې کړي، ځانګړې پتې ته د نه ترلاسي له امله د جرګې غړي د طالبانو سياسي، نظامي او بندي غړو ته ددې پرانستيليک لارې په خورا درنښت بلنه ورکوي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره خپل اندونه، شرتونه او غوښتنې د برېښناليک malwmat@jirga.org په مرسته يا د جرګې غړو سره له بلې هرې لارې چې اسانه وي شريکې کړي.
د نورو ملوماتو لپاره jirga.org ورګورئ.
په درناوي
ښاغلى عنايت الله حفيظ، ډاکټرغلام فاروق نجرابي، ډاکټر فرامرز تمنا، ښاغلى محمد ابراهيم الکوزى، ښاغلى محمد حکيم تورسن، انجنير محمد شهاب حکيمي
ښاغلى نوررحمان لېوال
ګڼه : ٠٣
نېټه: ١٣ورۍ ١٣٩٨
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه، رسنېزه خبرتيا ٥: مشورتي جرګې، افغانستان حکومت، طالبانو او متحده ايالاتو ته د منځکړيتوب لپاره د دوى د اندونو، شرتونو او غوښتنو راټولو په موخه رسمي ليکونه واستول
2019-04-02
١٣ ورى ١٣٩٨، د مشورتي جرګې غړو د دويمې جرګې د پريکړې پر بنسټ چې د افغانستان د شخړې له اړوند لوريو سره د دوى د غوښتنو راټولولو لپاره اړيکې او ناستې وشي. نن پنځمه جرګه کې د لومړنيو اړيکو په رڼا کې دا اړينه وګڼل شوه چې ښکيلو لوريو ته د دوى د اندونو، شرتونو او غوښتنو راټولولو په موخه رسمي ليکونه واستوي، دغه ليکونه د سولې عالي شورا مشرتابه او د امريکا متحده ايالاتو ځانکړى استازي خليلزاد ته ولېږل شول، همدارنګه د طالبانو د اندونو، شرتونو او غوښتنو ترلاسه کولو لپاره پرانستى ليک د طالبانو د سياستوالو، نظاميانو او بنديانو په نوم خپور شو.
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه چي په ٢٦ کب، ١٣٩٧ کابل کې د ولسمشرۍ د ٧ نوماندانو لخوا جوړه شوه، يوه له ډېرو اړينو موخو ددې جرګې د افغانستان د لانجې د حل په موخه د ښکيلو اړخونو ترمنځ دريمګړيتوب او منځکړيتوب له لارې سوله راوستل دي. ددې لپاره جرګه چمتو ده چې د افغانستان شخړې د هواري لپاره د افغانستان حکومت، طالبانو او متحده ايالاتو+ ناټو ترمنځ دريمګړيتوب وکړي.
کابل، افغانستان، پنځنۍ، ١٣ ورى ١٣٩٨
د نورو مالوماتو لپاره malwmat@jirga.org ته برېښناليک وکړئ يا www.jirga.org وګورئ
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه، رسنېزه خبرتيا ٤: د ولسمشرۍ نوماندانو د خونديتوب لپاره د حکومت نه پاملرنه
٥ ورى ١٣٩٨، د هېواد نازک امنيتي حالت او ورستيو سياسي ترورونو ته په کتو اړينه ده چې حکومت د ولسمشرۍ نوماندانو د امنيت په موخه اړين ګامونه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ټاکنيزو کميسيونونو د کمشنرانو د ټاکنې په ورځ تعهد او وعده وکړه چې د ولسمشرۍ نوماندانو خونديتوب ته به اړين پام کيږي. ولي څلورويشت ورځې تيرې شوې چې حکومت په دې موده کې يوازې د کورنيو چارو وزارت څخه د يوې ډلې په راستولو بسنه کړي چې د ولسمشرۍ نوماندانو دفترونو ته راغلل او يوازې له نوماندان څخه ېې د اړتيا وړامنيتي چارو پوښتنه وکړه او ترننه کوم عملي ګام د امنيت په موخه نه ترسترګو کيږي.
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه چې له ٧ ټاکنيزو ټيمونو څخه جوړه ده، د نوماندانو د امنيت په اړه حکومتي چارواکو نه پاملرنه د ژورې انديښنې وړ بولي. پرته له شکه د ولسمشرۍ نوماندانو د امنيت په اړه د حکومت نه پاملرنه داشک په يقين بدلوي چې حکومت غواړي راتلونکې ټاکنې په خپله خوښه مديريت کړي.
کابل، افغانستان، دونۍ، ٥ ورى ١٣٩٨
د نورو مالوماتو لپاره malwmat@jirga.org ته برېښناليک وکړئ يا www.jirga.org وګورئ

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه، رسنېزه خبرتيا ٣: د نوى کال مبارکي او د ټاکنو خپلواک کميسيون لخوا د ولسمشريزو ټاکنو، د ولايتي جرګګيو او د غزني ولايت د ولسي جرګې ټاکنو نوې نېټې ټاکلو څخه هرکلى.
2019-03-21
٢ ورى ١٣٩٨، د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه هېوادوالو ته د نوى کال د مبارکي ترڅنګ، د ټاکنو خپلواک کميسيون له خوا د ولسمشريزو ټاکنو، د ولايتي جرګګيو او د غزني ولايت د ولسي جرګې ټاکنو نوې نېټې ټاکلو څخه هرکلى کوي او د تلې ٦ د ټاکنو لپاره يوه ښه نېټه بولي.
مشورتي جرګه هيله لري چې دغه ځنډ به ددې لامل شي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون خپل وړتياوې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره لوړې کړي او له دې وارې يا موقع څخه په ګټې پورته کولو سره ددې ملي پروسې په چارو کې د ولس د باور زياتولو تر ستره ګټه پورته کړي. مشورتي جرګه د افغانستان له حکومت، ملګرو ملتونو، له نړيوالو ملګرو او مرستندويه اړخونو غواړي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون سره د ١٣٩٨ کال د ټاکنو په چارو کې د وړتيا لا پياوړتيا او د اړتيا وړ برابرولو په برخه کې له هېڅ ډول لورينو څخه ډده ونه کړي.

کابل، افغانستان، پنځنۍ، ٢ ورى ١٣٩٨
د نورو مالوماتو لپاره malwmat@jirga.org ته برېښناليک وکړئ يا www.jirga.org وګورئ

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه، رسنيزخبرليک ٢: د مشورتي جرګې د غړو د سولې د خبرواترو تګلاره جوړه او د ترسر کولو ژمنې يې وشوې
2019-03-19
نن ٢ بجې په کابل کې د مشورتي جرګې غړو د سولې د خبرو اترو پيل کولو لپاره په تګلار خبرې وکړي، پدغه غونډه کې له اړوند لوريو سره د اړيکو نيولو، ناستو او د دوى د غوښتنو اوريدولو لپاره اړوند چارو ترسره کولو ژمنې وشوې. د سولې لپاره د جرګې غړي غواړي له ښکيلو لورو وسره وويني او د دوى د سولې پروګرامونه واوري.
د افغانستان د ولسمشر‌ۍ نوماندانو مشورتي جرګه پرانستل شوه او د سولې په اړه يي ښکيلو لوريو د افغا نستان حکومت ، طالبان او متحده ايالات جمع ناټو تر منځ د منځګړيتوب وړانديز وکړ.
2019-03-17
غونډه نن لس بجې په کابل کې ترسره شوه، غونډى ته ښاغلى نوررحمان لېوال، انجينر محمد شها ب حکيمي، ښاغلي محمد ابراهيم الکوزي، ښاغلي محمد حکيم تورسن، ډاکتر فراموز تمنا، ډاکتر غلام فاروق نجرابي، او ښاغلي عنايت الله حفيط خبرې وکړې دوى په خپل نوبت خپلو دريځونو کې څرګنده کړه چې مشورتي جرګه چمتو ده چې د سولې په بهير کې د ټولو ښکېلو لوريو سره په اړيکه کې شي او د افغانستان د سولې په بهير کې په بې پرې او سمه توګه منځګړيتوب وکړي، همدارنګه وويل شول چې په هېواد کې نور داسې لوري چې ورته توان او وړتيا ولري نشته چې د افغانستان د قدرمن ولس په ملاتړ د سولې منځګړيتوب وکړي. بشپړ راپور په ويديو کې وګورئ
Press Release, Inauguration of the "Consultative Jirga of the Afghan Presidential Candidates" and its Role for Mediation in Peace Process
2019-03-17
In the name of God, the most Compassionate, the most Merciful
Press Release,
Inauguration of the "Consultative Jirga of the Afghan Presidential Candidates"
and its Role for Mediation in Peace Process
We, Enayatullah Hafiz, Dr. Ghulam Farooq Njrabi, Dr. Faramarz Tamanna, Mohammad Ibrahim Alokozai, Mohammad Hakim Torsun, Eng. Mohammad Shohab Hakimi and Noor Rahman Liwal, Afghanistan 2019 Presidential Election candidates, with the help of Almighty Allah and hoping for a peaceful, prosperous and independent Afghanistan with free, informed and prosperous citizens, have come together and established the “Consultative Jirga of the Afghan Presidential Candidates” hereinafter called Jirga.
One of the principal goals of this Jirga is to facilitate and accelerate the peace process in Afghanistan. In order to achieve this goal, the members of the Jirga emphasize the following points:
1. The Jirga recognizes peace as the sacred desire of the people of Afghanistan. Like all other nations around the world, the Afghan people have the right to live in a peaceful, prosperous and secure environment.
2. The Jirga appreciates the efforts that have been made so far by the Government of Afghanistan, the United Nations, Islamic countries, NGOs and international partners, especially the United States, though these efforts have not yet yielded any tangible results. Members of Jirga believe that to achieve sustainable peace, there is need for bringing serious changes to the current mechanisms and procedures developed for achieving peace.
3. Peace in Afghanistan is a complex, multi-faceted and ambiguous concept. The existence of numerous actors has added to its complexity and ambiguity. Therefore, the number of actors involved in the peace process should be reduced and the emphasis should be placed on the quality and outcome of the peace talks.
4. While appreciating countries of the region for considering the stability of Afghanistan as essential for the stability of the region and for their efforts towards bringing security to Afghanistan, the Jirga believes that not only the regional mechanisms for peace have not been able to bring the desired outcomes for Afghanistan but the conflicting interests of the involved parties have added to the complexity of the peace process in Afghanistan.
5. None of the Jirga members have been involved in the hostilities of the past forty years and have instead been engaged in the reconstruction and development of the county, always serving their people and standing with them. The Jirga members are therefore well positioned to mediate between parties to the conflict in an effective and deserving manner. This mediation is solely aimed at putting an end to the conflict and overcoming the complexities of the peace process.
6. Given the fact that members of the Jirga have diverse presidential programs and have broad public support, they can contribute effectively to the peace talks between all the involved parties (the Afghan government, the Taliban, and the United States + NATO) with a view to bring peace and security to Afghanistan. Currently, no other party has such capacity and public support to mediate in the peace process.
7. The consultative Jirga is ready to contact and negotiate with all parties to the conflict and mediate in an impartial manner.
8. The creation of this Jirga provides a framework for cooperation among the presidential candidates in promoting free and fair elections, advancing the peace process and other matters of national interest.
All members of the Jirga are committed to achieving the above-mentioned goals.
Kabul, Afghanistan, Sunday, 17 March 2019.
For more information contact: malwmat@jirga.org or visit www.Jirga.org