بسم الله الرحمن الرحيم
وَأَمْرُهُمْ شُورى بَيْنَهُمْ
رسنيزخبرليک او د شتون خبرتيا
د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه
او
د سولې په اړه منځګړيتوب
موږ هر يو عنايت الله حفيظ، ډاکټرغلام فاروق نجرابي، ډاکټر فرامرز تمنا، محمد ابراهيم الکوزى، محمد حکيم تورسن، انجنير محمد شهاب حکيمي او نوررحمان لېوال د ١٣٩٨ کال د ولسمشرۍ نوماندان د لوى څښتن په مرسته او ملتيا د يو سوکاله، پرمختللي، ازاد، پځان بسيا افغانستان لپاره سره راټول شوي يو “د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو مشورتي جرګه” مو رامنځ ته کړې ده. يوه له ډېرو اړينو موخو ددې جرګې د افغانستان د سولې لپاره مرسته او اړينې چارې ترسره کول دي ترڅو د سولې بهير ګړندى شي، په دې هکله د جرګې غړي په لاندې ډول ټينګار کوي:
1. " مشورتي جرګه" سوله د افغانستان د خلکو يو سپېڅلې هيله بولي او افغان ملت هم حق لري د نړۍ د نورو ملتونو په شان په امن کې ژوند وکړي، پرمختګ او سوکالي ولري.
2. د سولې په اړه تر ننه چې د افغانستان حکومت، ملګروملتو، کورنيو او بهرينو موسيسو، ځينو اسلامي هېوادونو، د افغانستان نړيوالو ملګرو په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالاتو هڅې کړي، سره له دې چې دغه هڅې د پام وړ پايلي نه لري، بيا هم د ستايلو وړ دي. د مشورتي جرګې غړي په دې باور دي چې د تلپاتي سولې لپاره بايد د سولې راوستلو په تګلارو او ميکانيزم کې ژور بدلون راشي.
3. سوله په افغانستان کې په يوې پيچلې او څو اړخيزه لوبې بدله شوې، د مختلفو لوريو ښکېل کېدلو د سولې بهير لا پيچلى کړى دى، نو له همدې امله بايد د سولې په برخه کې ښکېل لوري راکم شي پرځاى يې د خبرواترو په کيفيت او پايلو ترلاسه کولو بايد ټينګار ډېر شي.
4. د سيمې له ټولو هېوادونو مننه کوو چې د افغانستان ټيکاو د سيمې ټيکاو لپاره ګټور ګڼي او زموږ هېواد کې د امنيت راوستلو لپاره يې هڅې کړي دي، مشورتي جرګه په دې باور ده چې د سيمې د هېوادونو تګلارې د سولې په برخه کې نه دا چې کومه څرګنده پايله نلري بلکې د اړوند هېوادونو د ګټو ټکر د سولې بهير لا پيچلى کړى دى.
5. مشورتي جرګې غړي چې د تېرو څلوېښتو کلونو نا خوالو کې ښکېل نه وو بلکې د هېواد بيارغونه کې يې ستره ونډه درلوده او تل د خپلو ولسونو ترڅنګ ولاړ وو، کولاى شي په غوره توګه د افغانستان په لانجه کې د ښکېلو لوريو ترمنځ منځګړيتوب وکړي. دا منځګړيتوب يوازې د افغانستان د لانجې د حل په موخه وي ترڅو د سولې پېچلې غوټه پرانيستل شي.
6. د يادونې وړ ده چې د مشورتي جرګې غړي د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ځانګړي پروګرامونه او په ټول هېواد کې پراخ ولسي ملاتړ لري. کولاى شي له دغه ملاتړ او وړتيا څخه د سولې د خبرو لپاره د ټولو ښکېلو لوريو (افغانستان حکومت، طالبان او متحده ايالات+ ناټو) ترمنځ د منځګړيتوب لپاره ګټور پريوځي، ترڅو هېواد ته امنيت راستون شي، پاتې دې نه وي چې په هېواد کې نور داسې لوري چې ورته توان او وړتيا ولري نشته چې د افغانستان د قدرمن ولس په ملاتړ د سولې منځګړيتوب وکړي.
7. مشورتي جرګه چمتو ده چې د سولې په بهير کې د ټولو ښکېلو لوريو سره په اړيکه کې شي او د افغانستان د سولې په بهير کې په بې پرې او سمه توګه منځګړيتوب وکړي.
8. مشورتي جرګه د پورتنيو ولسمشريزو ټاکنو ډلو ترمنځ د سولي بهير کې د پرمختګ، رڼو ټاکنو رامنځته کولو او نورو ملي چارو کې د همغږيو او همکارۍ په موخه رامنځته شوې ده.
همدارنګه د جرګې ټول غړي د پورتنيو موخو په ترلاسه کولو باور لري او ورته ژمن او متعهد دي.
و من الله التوفيق
کابل، افغانستان، يونۍ ٢٦ کب، ١٣٩٧
د نورو مالوماتو لپاره malwmat@jirga.org ته برېښناليک وکړئ يا www.jirga.org وګورئ